د ګمرکونو او عوایدو معینیت ټاکل سوي کلني عوایدي هدف ته رسېدلی دئ!

org_admin
Sun, Mar 16 2025 12:33 PM
..............


د مالیې ورزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په دغه ناسته کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترسره سوي چاري په هراړخیز ډول وارزول سوې او د یادو ریاستونو ترمنځ په چارو کي د ښې همغږۍ او په (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي ټاکل سوي عوایدي هدف ته کتنه وسوه، چي له مخي ئې یاد معینیت خپل کلنی عوایدي هدف په بریالي ډول ترلاسه کړی دئ او د اړوندو ریاستونو ترمنځ په چارو کي همغږي لا پیاوړې سوې ده.
د ګمرکونو او عوایدو معین د اړوندو مسؤلینو د اخلاصمندانه هڅو له کبله  یاد رامنځته سوي پرمختګونه وستایل او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه ئې له مسؤلینو سره لازمي سپارښتني شریکي کړې.
همدا راز د تېري ناستي د پرېکړو په اړه بحث او خبري وسوې او ټاکل سویو کمېټو د خپلو اجراآتو راپور وړاندي کړ، چي د غونډي ګډونوالو د یادو راپورنو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه لازمي پرېکړي وسوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS