د مالیې وزارت سرپرست د اسیایي پراختیا بانک له رئیس سره د زېربنایي او پراختیایي پروژو د پلي کېدو په تړاو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د اسیایي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي تاکهیکو ناکاو، سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بنسټیزو او پراختیایي پروژو په پلي کېدو، له افغانستان سره د دې بانک په همکاریو، په کابل کې د نوموړی بانک د سیمه ایز دفتر جوړېدو لپاره د ځمکې په ځانګړې کېدو، سیمه ایزه نښلونه، د یاد بانک د مرستو په دوام او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له هغوی سره د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژیک پلان او د ۸.۷ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د مالي پانګونې بسته شریکه کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل څو له افغانستان سره له دې بستې سره سم د پانګونې په جلبولو کې همکاري وکړي.
