د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو!

org_admin
Thu, Mar 20 2025 2:34 PM
........

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ په شفاف ډول د ملي عوایدو راټولولو او د امارتي لګښتونو او معاشونو پروسې د برېښنایي کولو بهیر د لا چټکتیا په موخه د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو.
د دې هوکړې له مخې  به، د مالیې وزارت اړوند (ASYCUDA، SIGTAS  او  AFMIS)  سیسټمونه، د افغانستان بانک بین‌البانکي تادیاتي سیسټمونو (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیسټم (APS) سره ونښلول سي.
په همدې تړاو د افغانستان بانک کي رسنیزه غونډه جوړه سوې وه، چي پکښې د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني او د یادو ادارو یو شمیېر مسؤلینو او رسنیو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس وویل، چي له دې هوکړه لیک څخه وړاندي وزارتونو او امارتي ادارو ځیني عواید په فزیکي ډول راټولول، چي په فزیکي ډول د عوایدو راټولوني یو شمېر ستونزي رامنځته کړي وې، خو له دې وروسته به د یادي هوکړي پر بنسټ، په ټولیزه توګه ملي عواید په بشپړي روڼتیا سره په برېښنايي ډول پر ټاکلي وخت سره را ټولېږي او د مالیې وزارت واحد حساب ته به انتقالېږي.
ښاغلي حسیني زیاته کړه، چي نږدې راتلونکي کي به د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمس)، چي په عصري بڼه جوړ سوی، د افغانستان بانک د تادیاتو له سیسټم سره ونښلول سي؛ څو د معاشاتو او لګښتونو تادیه کول هم په برېښنايي بڼه د چک او د چاپ پرته ترسره سي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل، چي د یادو سیسټمونو له وصل سره به امارتي عواید په شفاف ډول راټولېږي، امارتي لګښتونه به د الکترونیکي تادیاتو له لاري تنظیم سي، د امارتي کارکوونکو معاشونه به پر وخت او په اسانه توګه تادیه سي، د سوداګرو له پاره به د ګمرکاتو او بانکي سیسټمونو اړیني اسانتیاوي لا زیاتي سي.
د یادولو ده، چي د الکترونیکي تادیاتو سیسټم پلي کول به د اجراآتو چټکتیا او د مالي خدماتو په پراختیا کي مرسته وکړي. او دا چاره به په ټوله کي د مالي روڼتیا، حساب ورکوني او د معیاري مالي سیستمونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS