د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت د حوت په میاشت کي (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

org_admin
Thu, Mar 27 2025 12:48 PM
................

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سوي شکایتونه په مستقیم ډول د وزارت له مقام سره شریکوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۳) کال د حوت میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۰) شکایتونه ترلاسه او اورېدلي دي، چي له دې ډلي څخه (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه سوې او (۵) نور شکایتونه د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه ګڼل سوي دي.
له دې ډلي (۱) یو شکایت د برېښنالیک له لاري، (۱۰) وټس اپ له لاري او (۲) د ټیلیفوني اړیکو له لاري او (۷) شکایتونه په حضوري بڼه له دې ادارې سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ور ته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، واټس اپ، ټلیفوني اړیکي، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغي ادارې سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته هر ثبت سوي شکایت ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
واټس اپ شمېره: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

Latest news

Sun, Mar 16 2025 11:09 AM
Background image

General Directorate of Customs Inaugurates Project of Building 4 Hangars Worth Over 71 mln Afs at Abu Nasr Farahi Customs as MoF Allocates Budget!

The General Directorate of Customs inaugurated the project to build four hangars worth 71.8 million Afs at Abu Nasr Farahi Customs in Farah province, western Afghanistan.
The opening. . .

Tue, Jan 21 2025 11:13 AM
Background image

Customs Affairs Surge in Progress by 18.4% in Q3 of Current FY1403!

Under the chairmanship of the General Director of Customs of MoF, Maulawi Muhammad Hamid Ahmad, the ‘technical assessment meeting’ of the affairs carried out at the customs in the third. . .

BACK TO NEWS