ملي سوداګرو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه د تورخم ګمرک مدیریت به ۲۴ ساعته فعاله وي

admin_mof
Mon, Apr 15 2019 9:29 AM
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، نن د وري میاشتې په ۲۵مه نېټه د تورخم ګمرک له مدیریت څخه لیدنه وکړه.  په دې لیدنه کې د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم ګمرک له کارکوونکو سره ولیدل او له هغوی سره یې د ملي عوایدو په راټولو کې د ګمرکونو په ورل او د عوایدو پلان د پلي کیدو په اړه یې دوی ته معلومات ورکړل او د شفافیت په رامنځته کولو او د ګمرکي اصلاحاتو په پلي کیدو یې ټینګار وکړ.  ښاغلي پوپل له فساد سره مبارزه، ملي سوداګرو او خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو برابرولو او د شفافیت رامنځته کولو لپاره وویل چ

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، نن د وري میاشتې په ۲۵مه نېټه د تورخم ګمرک له مدیریت څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم ګمرک له کارکوونکو سره ولیدل او له هغوی سره یې د ملي عوایدو په راټولو کې د ګمرکونو په ورل او د عوایدو پلان د پلي کیدو په اړه یې دوی ته معلومات ورکړل او د شفافیت په رامنځته کولو او د ګمرکي اصلاحاتو په پلي کیدو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي پوپل له فساد سره مبارزه، ملي سوداګرو او خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو برابرولو او د شفافیت رامنځته کولو لپاره وویل چې ګمرکونه به په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.

په پای کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس هدایت ورکړل چې د ملي سوداګرو لپاره د لا اسانتیاو برابرولو موخه دې د تورخم ګمرک مدیریت دې، د سې شبنې له ورځې (د وري میاشتې له ۲۷ مې نېټې) وروسته ۲۴ ساعته فعالیت وکړي.

ملاقات رییس عمومی گمرکات

د یادونې وړ ده چې ملي سوداګر او خصوصي سکټور کولی شي له یادې نېټې څخه وروسته پرتله له دمې ۲۴ ساعته د دې ګمرک له اسانتیاو او خدمتونو څخه برخمن شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS