د کورنۍ پلټني لوی ریاست د (۲۰۴) واحدونو او مراجعو پلټنه کړې ده!

syllab_admin
Sat, May 10 2025 11:20 AM
............

د غویي ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

 د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست، د کورنۍ پلټني له ملي او نړیوالو معیارونو او اصولو سره سم د دغه وزارت اړوندو واحدونو د مالي او اداري چارو د پلټني مسئولیت په غاړه لري.
دغه ریاست توانېدلی، چي د تېر (۱۴۰۳ هـ.ل) کال په اوږدو کي د منظور سوي کلني پلان پر بنسټ؛ د ګمرکونو، مستوفیتونو، مالیاتي حوزو، د ولسوالیو د عوایدو مدیریتونو، مرکزي ریاستونو، معلوماتي سیسټمونو، امارتي املاکو او پراختیايي پروژو په ګډون، په ټولیز ډول د (۲۰۴) واحدونو او مراجعو پلټنه ترسره او د اصلاح په موخه ئې د پلټني ادارو ته اړیني سپارښتني او مشورې ورکړې.
سربېره پر دې، د کورنۍ پلټني لوی ریاست له اصولو سره سم د غیر پلاني پلټني (ځانګړو موضوعاتو او شکایتونو) د څېړلو مسئولیت هم لري، چي په یاده برخه کي د (۶۵) ځانګړو موضوعاتو څېړنه ترسره او د مراجعینو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه سوې ده.
همدارنګه یاد ریاست د (۲۰) بودیجوي واحدونو د کورنيو پلټونکو د مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه ځانګړي روزنیز پروګرامونه دایر کړي دي، چي په یاده برخه کي ئې ګټوري پایلي لرلي دي.
د یادولو ده، چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست تل هڅه کوي، چي د چارو له اغېزمنتیا او د بیت المال له ساتني څخه ډاډ ترلاسه کړي او د مالیې وزارت په اړوندو واحدونو کي د بشپړي روڼتیا رامنځته کولو او د کم کارۍ په وړاندي جدي مبارزه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS