د کارکوونکو چارو ریاست د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ارزوني ناسته وسوه!

org_admin
Tue, May 27 2025 11:45 AM
............


د غبرګولي ۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د کارکوونکو چارو ریاست د (۵) کلن ستراتیژیک پلان د ارزوني ناسته وسوه.
په پیل کي د کارکوونکو چارو ریاست د مسئولینو له لوري د یاد (۵) کلن ستراتيژیک پلان هر اړخیزه تشرېح ترسره او په اړه ئې ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندي کړل.
وروسته بیا د مالیې وزارت اداري معین دغه ستراتيژیک پلان یو غوره او ستر ګام یاد کړ او د چمتو کولو له پاره ئې له اړوندو مسئولینو څخه مننه او قدردانی وکړ. نوموړي هیله څرګنده کړه، چي د دغه پلان په غوره تطبیق سره به د بشري سرچینو په برخه کي سته ستونزي حل او د ګومارني په برخو کي به اړیني اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي دغه ستراتيژیک پلان هر اړخیز او منظم پلان دئ او موخه ئې د نظام پیاوړتیا او د متخصصو اشخاصو ګومارنه ده، چي د یوه کال په موده کي د راتلونکو (۵) کلنو له پاره ترتیب سوی او له ارزوني، بیا کتني او تائید وروسته به په منظم ډول پلی سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS