د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د پلان او اوپراسیون پلاوي د هيواد یو شمېر زونونو ته سفر وکړ!

org_admin
Sat, May 31 2025 12:32 PM
...........


د غبرګولي ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې یو څېړنیز پلاوي، چي مشري ئې د پلان او اوپراسیون مدیر  حافظ مولوي ریاض الله "عبید" کوله؛ د چارو او فعالیتونو د کتني او ارزوني په موخه د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو اړوند د ګمرکونو او مستوفیتونو له امنیتي مفرزو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د امنیتي مفرزو له مسئولینو او منسوبینو سره د لیدني پر مهال د اطاعت، اخلاص، د دندو د ترسره کولو پر مهال په ګمرکونو او مستوفیتونو کي له سوداګرو او مراجعینو سره د ښه چلند او د مسؤلینو ترمنځ د اطاعت پذیرۍ پر موضوعاتو خبري او اړیني لارښووني شریکي کړې.
همدا راز، د ګمرکونو او مستوفیتونو نوې امنیتي سروې، د لوجیستيکي او مخابروي اجناسو نوی ثبت او موجودي، د اداري سیسټم د لا پیاوړتیا په تړاو هر اړخیز نظارت، څېړنه، تصحیح، تدقیق، ثبت او سجل ترسره سو.
د یادوني وړ ده، چي یاد پلاوي د دې سفر په لړ کي د نورو چارو ترڅنګ د لا غوره همغږۍ په موخه د ذکر سویو ګمرکونو او مستوفیتونو له محترمو رئیسانو او مستوفيانو سره هم ليدني وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS