اقتصادي ډيپلوماسي (Economic Diplomacy)!

عبدالجبار وحدت

یاده موضوع د ۲۱ مي پېړۍ د اقتصاد له مهمو او نویو موضوعاتو څخه شمارل کېږي، د اقتصادي ډيپلوماسۍ له پاره ټول منلی تعریف تر اوسه هم نسته، دا ځکه چي د اقتصادي او سیاسي اوضاع په تغییر سره اقتصادي ډيپلوماسي بدلېدونکې ده، ځکه موږ مشخص چوکاټ نه سو ورته ټاکلی، اقتصادي ډيپلوماسي د حکومتونو له پاره مهم لومړیتوب او اساسي اړتیا ده. د مقاومتي اقتصاد له پاره مهمه دا ده، چي اقتصادي ډيپلوماسي مشخصه سي، د حکومتونو اقتصادي تعاملات په مبهم حالت کي شوني نه دي، د اقتصاد علماء اقتصادي ډيپلوماسي ځکه اړینه بولي، چي په نړیوال اقتصادي نظم او نړیوال اقتصادي فارم کي د حکومتونو اقتصادي لید، اهداف، سیاستونه او لومړیتوبونه معلوم وي، د تولید، خدماتو او مبادي اړوند سیاستونو تنظیم او پر مخ وړل  د نن ورځي د اقتصاد یوه مهمه اړتیا ده.
په لنډ ډول سره ویلای سو، چي اقتصادي ډيپلوماسي هغه اقدامات او پالیسي ده، چي یو هیواد ئې د سفارتونو او  قونسلګریو له لاري ترسره او تطبیقوي، چي د هیواد د اقتصادي ګټو د ساتني، پراختیا، صادراتو د زیاتوالي او نړیوالو بازارونو ته د  لاسرسي په موخه رامنځته کېږي او غواړي، چي د اقتصاد له لاري سیاسي نفوذ پیاوړی کړي.
په اقتصادي ډيپلوماسي کي نه یوازي نن بلکي راتلونکی اقتصادي وضعیت هم تحلیلېږي او په نړیوال اقتصادي چاپېریال کي باید د هیواد د اقتصادي ګټو  د تر لاسه کولو له پاره  معقول او مؤثر اقتصادي تصمیمونه ونیول سي.
هغه هیوادونه، چي له شدیدو اقتصادي تحریمونو سره مخ وي د هغوی د اقتصاد په ژغورلو او راپورته کولو کي اقتصادي ډيپلوماسي ځانګړی رول لري. دولتونه د اوږد مهاله اقتصادي اهدافو  د تر لاسه کولو او پراختیا له پاره د اقتصادي ډيپلوماسۍ له فن څخه کار اخلي. که څه هم دا بحث پورته سوی دئ، مګر د هدف په ډول ویلای سو، چي حکومتونه د اقتصادي ډيپلوماسۍ څخه په استفادې د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي تحریمونو کمولو، خارجي مستقیمي پانګي (FDI) جذب او نړیوالو سوداګریزو اړیکو د پراختیا  او د ملي اقتصاد د ودي په لټه کي وي. اقتصادي ډيپلوماسي معمولاً د صادراتو د زیاتوالي ستراتیژۍ په چوکاټ کي راڅرګندېږي. په اقتصادي ډيپلوماسي کي هڅه کېږي، چي  اقتصادي انزوا کمه سي، ملي ګټي تضمین سي او د سیمي له هیوادونو سره اقتصادي اړیکي پراخي سي.
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ یو څو مهمي هڅي یادولای سو؛ لکه د  (BRICS) غړو هیوادونو سره هم نظري او د اقتصادي اړیکو پراختیا، له روسیې او چین سره له محلي اسعارو څخه په استفادې سوداګري، د چین، پاکستان، اقتصادي دهلېز(CPEC) ته د افغانستان داخلول، ټاپي پروژه، د لاجوردو دهلېز، په چابهار بندر کي سرمایګذاري،له چین سره د کانونو او انرژۍ په برخه کي پانګونه.
اقتصادي ډيپلوماسي هم د تطبیق له پاره مهمي  وسیلې(Instrument) لري، چي په مټ ئې پلي کېږي، لکه؛  سوداګریز تړونونه(FTA, PTA)، فرهنګي او سیاحتي تبادلې، ستراتیژیک مهارتونه، نړیوال اقتصادي کنفرانسونه او نندارتونونه.
بناً پورته مواردو ته په کتو موږ هم تر بل هر وخته او تر بل هر چا جدي اړتیا لرو، چي واضحه اقتصادي ډيپلوماسي ولرو او وئې کاروو.