معاصر مدیریت (Modern Management)
استاد عبدالجبار وحدت
د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی رئیس
په عام شکل د دودیز مدیریت له مفهوم سره موږ او تاسي ټول بلد یو، چي په کم وخت او کمو منابعو سره د زیاتو کړنو تر سره کول، یا هغه پروسه ده، چي هدف ته د رسېدو په موخه انساني، فزیکي او مالي منابع منسجمي کوي، یا داسي هم ویلای سو، چي د خپلو کارونو تر سره کول د بل چا په واسطه چي دا وروستی تعریف تر ډېره د نقد وړ دئ. راځم اصل موضوع ته، نن عصر چي د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ اصل دئ، هر څه تغییر سوي دي او مدیریت هم باید له خپل لومړي پړاو څخه مخته ولاړ سي، که داسي ونه سي، د ادارو، سازمانونو او حتی نظامونو بقاء ستونزمنه کېږي. معاصر مدیریت یو نوی فکر او دید دئ، چي د (۲۰مي) پېړۍ په وروستیو کي رامنځته سو. ټایلر هنري فایول او وېبر، دې تیوري ته زیات کار وکړ، د نړیوالتوب، ټکنالوژیکي پرمختګ او د عصر د بدلونونو په اساس د معاصر مدیریت اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوس سوه. معاصر مدیریت یو متحریک مفهوم دئ، چي د مدیریت د معاصرو میتودونو په مټ د ادارو د اهدافو تر لاسه کولو له پاره له اکاډمیکي پلان جوړوني، ستراتیژیک تفکر، نوي ټیکنالوژۍ او سرچینو د درست مدیریت کولو په مټ په خپل ټول توان د موخو د تحقق له پاره کار کوي او د دودیز مدیریت برعکس ځانته محورونه او روشونه لري. د ادارې بقاء، انعطاف، نوښتونو، ټکنالوژیکي ودي، نویو سیسټمونو، نویو مفکورو، د ارزښتونو ساتني، ستراتیژیکو اهدافو او په ځانګړي ډول د بشري ځواک پرمختګ ته خاصه پاملرنه کوي. معاصر مدیریت په خپل ټول توان هڅه کوي، چي په ادارو کي بېروکراسي تر ډېره حده کمه او یا ختمه کړي، کوښښ ئې دا دئ، چي پروسې اسانه او لنډي کړي او نوي نوښتونه رامنځته کړي، د مامورینو فکري جمود له منځه یوسي او په اداره کي نوښتګره فضاء حاکمه کړي او کوښښ دا کوي، چي په اداره کي یوه ښه علمي او انعطاف منونکې رهبري او له همکارانو سره په مشورو ولاړه مشارکتي رهبري (Participative (Leadership رامنځته کړي او اداره د سختو چلنجونو، خنډونو، تحریمونو او اقتصادي نوساناتو پر مهال له بحراني حالت څخه راوباسي.
د معاصر مدیریت د SWOT لنډ تحلیل:
دلته زه تفصیلي بحث ته نه ځم، له موزون ضریبونو څخه ګټه نه ده پورته سوې، په څلورو محوري اړخونو باندي لنډ بحث کوم.
معاصر مدیریت ته اړتیا:
په اوسني عصر کي د دوامداره او چټکو بدلونونو له امله ادارې اړي دي، چي د عصر له نويو مقتضیاتو سره ځانونه عیار کړي او د دودیز مدیریت څخه تېر سي، پر ځای ئې د نوي مدیریت نوي مېتودونه تعقیب کړي. نن ورځ بازار بشپړ رقابتي دئ، همدارنګه د کاروبارونو عمرونه کم وي، زیاتره ادارې او سازمانونه که غواړي، چي د ډېر وخت له پاره ژوندۍ پاتي سي اړتیا ده، چي د معاصر مدیریت ټول اصول او کړنلاري تطبیق کړي او د عصر له غوښتنو سره سم مدیریتي چلند او سبک وټاکي.
د معاصر مدیریت ځانګړني:
• مشارکتي رهبري
• ګروپي کار
• ارزښت محوري
• خلاقیتونه/نوښتونه
• نتیجه محوره تفکر
• فکري جمود ختمول
• دقت، سرعت او معلوماتو ته پراخ لاسرسی
• د پروسو اسانتیا
په معاصر مدیریت کي له نوي ټیکنالوژۍ څخه په پراخه کچه کار اخیستل کېږي، په ځانګړي ډول د(AI) یا مصنوعي ځيرکتیا په مټ ډېری چاري منسجم کېږي او د ځانګړو الګوریتمونو په مټ ځیني تصورات تصویروي او چټک تصمیمونه نیسي.
.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.