د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Mon, Jul 14 2025 1:24 PM
............


د چنګاښ ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او د عوایدو لوی ریاست مرستیال ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي؛ جوزجان، فاریاب، سرپل، بدخشان، تخار او کندوز ته سفر وکړ او هلته ئې له ولایتي مسئولینو سره وکتل.
د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي ئې د جوزجان، بدخشان او تخار ولایتونو له والیانو او مستوفیانو سره پر ليدنو سربېره، د فاریاب ګمرک له رئیس د دې ولایت له مسئولینو، د سرپل له مستوفي او د کندوز ولایت له والي، مستوفي او د ګمرک له سرپرست رئیس سره هم په جلا توګه وکتل.
ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته ‏په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو، د ولایتي ادارو ترمنځ په اړوندو چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو، په شفاف ډول د عوایدو د راټولولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي ‏د ولایتي مسئولینو ستونزي هم واورېدې او دغو ستونزو ته د اصولي رسېدو ډاډ ئې ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS