د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات محصولي ګمرک په لیږد ترلس زره زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه برابرېږي

admin_mof
Tue, Apr 23 2019 1:51 PM
د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات محصولي ګمرک په لیږد ترلس زره زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه برابرېږي

د هرات محصولي ګمرک د مالیې وزارت د رهبرۍ له پریکړې سره سم خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو، هیوادوالو ته د کار موندنې او په شفاف ډول د ملي عوایدو راټولیدو په موخه د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته ولیږدول شو.
د هرات محصولي ګمرک په لیږدولو سره چې له اسلام کلا څخه ۱۲۰ کیلو متره فاصله لري ملي سوداګرو، پانګه والو او متشبیثینو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي او اسلام کلا ته د دې ګمرک لیږدولو موخه په سوداګریز مرکز او اقتصادي زون د اسلام کلا بدلیدل، د هرات ولایت د اسلام کلا، کوهسان، غوریان او زنده جان ولسوالیو ښاري پراختیا، له اداري فساد، د توکو له قاچاق کولو او د جنس له بدلولو څخه مخنیوی او د دې ترڅنګ تر لس زره زیاتو کسانو ته دایمي کار رامنځته کول دي

د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات محصولي ګمرک په لیږد ترلس زره زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه برابرېږي


د یاد ګمرک د لیږدولو پروسه ازمایښتي ده او په لومړي پړاو کې د هرات ګمرک ۶۰ تنه تخنیکي کارکوونکي اسلام کلا ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد د نورو ګمرکونو مطالعه هم دوام لري چې د اړتیا په صورت کې به اړوندو پولو ته ولیږدول شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS