د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Sun, Aug 17 2025 12:30 PM
.............


د زمري۲۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئيس ښاغلي مولوي نورالحق نوراني په مشرۍ پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د مستوفیتونو په ګډون د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو له ګمرکونو څخه په جلا توګه لیدنه وکړه او د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو اصلاحي سپارښتنو تطبیق ئې تعقیب کړ. 
د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د جلا ناستو په ترڅ کي د یادو ادارو له مسئولینو سره په خبرو کي د دې ریاست د پلټونکو او همدارنګه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست اړوند د پلټني معاونیت د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو سپارښتنو پر تطبیق ټینګار وکړ، د دوی پوښتنو ته ئې ځوابونه وویل او د هغو مواردو په اړه، چي یادو ادارو ملاحظات لرل لازم وضاحت ورکړ.
پلاوي له اړوندو مسئولینو څخه وغوښتل، چي د پلټني د اغېزمنتوب او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني پر ټاکلي وخت تطبیق او راپور ئې د کورنۍ پلټني له لوی ریاست سره شریک کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS