د کابل پوهنتون محصلینو ته د مالیاتي سیسټمونو په تړاو روزنیز سیمینار وړاندي سو!

syllab_admin
Thu, Nov 06 2025 9:38 AM
..........

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په کابل پوهنتون کي د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي سو.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د مالیې وزارت د جوړښت او دندو، د مالیاتو د ډولونو، د مالیې اخیستني پروسو، د اسلامي امارت له لوري په مالیاتو کي د رامنځته سويو معافیتونو او تخفیفونو او د مالیاتو له درکه د ترلاسه سويو عوایدو د مصرف د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندي سول.
د کابل پوهنتون د اقتصاد، عامه ادارې او پالیسۍ، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو استادانو او محصلینو دغه ډول سیمینارونه د محصلینو د عملي زده‌ کړو او عامه پوهاوي په برخه کي ارزښتمن وبلل.
محصلینو ته د لا ډېر پوهاوي په موخه د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوی د افغانستان د مالیاتو لارښود کتاب هم ووېشل سو. په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته د یاد ریاست د مالیاتو کارپوه په حوصله‌ مندۍ سره ځوابونه ورکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS