د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
Thu, Nov 06 2025 11:25 AM
..........

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د  (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت په اړوندو ریاستونو کي د اور وژني سیسټم پر جوړولو، مراجعینو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه په یاد معینیت کي د معلوماتو د ورکولو څانګي پر پرانیستلو، د ولایتي ګمرکونو له پاره د کوچنیو سکېنرونو پر پېرلو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
همداراز، د ګمرکونو او عوایدو معین په ټولو اړوندو ریاستونو کي په ځانګړي ډول د عوایدو لوی ریاست د بررسۍ او د عوایدو د مرکزي زون په ریاستونو کي مراجعینونو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په اړه ئې مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناستي هره میاشت کېږي؛ څو ستونزي حل او رامنځته سوي اسانتیاوي و ارزوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS