په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

syllab_admin
Thu, Dec 04 2025 12:12 PM
..............

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۵۷۰۰) کیلو ګرامه کېلې، (۲۱۷۵۰) کیلو ګرامه لیمو، (۱۱۰۷۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۳۸۵۹) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۵۸۵۰) کیلو ګرامه چرګوړي(چیچان)، (۱۵۷۳۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۰۳۴) کیلو ګرامه کریم، (۲۶۳۲) کیلو ګرامه اچار، (۷۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۴۶) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۰۱۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۴۷۷۹) کیلو ګرامه ملایي، (۵۴۹۳) کیلو ګرامه رُب، (۵۶۱۴) کیلو ګرامه وریجي، (۳۱۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۲۲۵۰) کیلو ګرامه غوړي، (۳۰۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۲۱۰) کیلو ګرامه مکروني، (۸۰) کیلو ګرامه صابون، (۴۰) کیلو ګرامه شامپو، (۲۸) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۰) دانې د کرکټ بېټونه او (۷) آسونه شامل دي.
همدا شان د تورخم ګمرک کارکوونکو (۱۷۹۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۱۰) کیلو ګرامه لیلامي جامې، (۵۰) کیلو ګرامه مالوچ، (۲۰۰۰) کیلو ګرامه د ګاز ماشین پرزه جات، (۱۵۶) دانې ګازي بخارۍ، (۳۲۵) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۰۶) کیلو ګرامه انساني درمل، (۴۵) کیلو ګرامه یوناني درمل، (۲۴۶) کیلو ګرامه د درملو بار جامه او (۱۶۵) کیلو ګرامه بوره، چي د راستنېدونکو ګډوالو په بار وړونکو موټرونو کي ځای پر ځای سوي ول او غوښتل ئې، په قاچاقي ډول ئې افغانستان ته راوړي کشف او نیولي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS