‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

syllab_admin
Thu, Dec 04 2025 12:52 PM
...........

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت ټاکل سوی دئ، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ئې د یاد هیئت دوهمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په پیل کي د تخنیکي هیئت د کړنو هغه راپور ګډونوالو ته وړاندي سو، چي د څار هیئت په لومړنۍ ناسته کي ئې مشري د ګمرکونو او عوایدو معینیت ستر سلاکار محمد موسی عمر کوله او راپور هم د ګډونوالو له لوري مثبت وارزول سو.
ور پسې په اړوندو ادارو کي هیوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، ‏د کار ځنډوني د مخنیوي پر لارو چارو، له ګډ تخینکي هیئت سره پر همکارۍ، مراجعینو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه په ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو کي د معلوماتو څانګي فعالولو او اړینو لاښودونو د چاپ او نصبولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS