د مالیې وزیر د صرافانو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل!
د لېندۍ ۲۰مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د شهزاده سرای او صرافانو اتحادیې له رئیس بهرام خان ځدراڼ او نورو مسئولینو سره د دغه وزارت په مقام کي وکتل.
په پیل کي د صرافانو اتحادیې رئیس له مالیې وزارت څخه مننه وکړه، چي په اړوندو برخو کي ئې د صرافانو له پاره د پام وړ اسانتیاوي برابري کړي دي. نوموړي ډاډ ورکړ، چي صرافان به د مالیاتي پروسې د ښه پلي کولو په موخه خپل مالیاتي مکلفیتونه په ټاکلي وخت ترسره کوي.
همداراز د صرافانو اتحادیې مسئولینو، په اړوندو برخو کي د لا غوره اجراآتو په موخه خپل وړاندیزونه، ستونزي اوغوښتنې شریکي کړې.
د مالیې وزیر د صرافانو اتحادیې مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: سره له دې، چي د اسلامي امارت له بیا ځلي حاکمیت څخه را وروسته د هیواد ملي بودیجه په خپلواکه توګه له داخلي منابعو څخه تمویلېږي، بیا هم مالیې وزارت هیوادوالو ته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو د ورکولو په برخه کي همکاري کړې ده او د اجراآتو په برخه کي ئې اسانتیاوي برابري کړي، چي دا اسانتیاوي به لا زیاتي کړي.
د مالیې وزیر ډاډ ورکړ، چي د هیواد د صرافانو وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو ته به هم په اصولي ډول رسېدنه وکړي.
