د مالیې وزارت مرکزي ریاستونو کارکوونکو له پاره د "کارکولو مدیریت" په نوم رونیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
Sat, Dec 13 2025 3:37 PM
...........

د لېندۍ ۲۲مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست "په امارتي ادارو کي د کارکولو مدیریت" ترعنوان لاندي د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو (۵۰) تنو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ.
هغه ناسته، چي په همدې مناسبت د مالیې وزارت خیبرهال د کنفرانسونو په تالار کي ترسره سوه، په مالي او اداري چارو کي د مالیې وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمد شاه شاکر، د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس شیخ محمد مبین امیني، د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړولو آمر عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د مقام مالي او اداري ستر سلاکار د دې پروګرام په پرانیستونکې وینا کي وویل، چي د روزني او وړتیا لوړولو آمریت د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه بېلابېل اغېزمن روزنیز پروګرامونه وړاندي کوي. له دغه پروګرام څخه په ګټي اخیستني خپلي وړتیاوي لوړي کړئ او در سپارل سوي مسئولیتونه په ښه توګه سرته ورسوئ.
د امارتي املاکو لوی رئیس وویل، کومي دندي او مسئولیتونه، چي موږ او تاسو ته را سپارل سوي دي امتیاز نه؛ بلکي امانت دي، چي د اسلامي نظام په چوکاټ کي را ترغاړي دي. هڅه وکړئ، چي دغه امانت په ښه توګه ترسره کړئ؛ تر څو د الله متعال د خوښۍ سبب وګرځي. دیانت، امانتداري او اخلاص مو په پام کي ونیسئ او خپلي دندي او مسئولیتونه مخته بوځئ. دغه پروګرام، چي ستاسو له پاره جوړ سوی دئ، اعظمي ګټه ترې پورته او خپله وړتیا مو لوړه کړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست مدرس وویل، چي د دغه اسلامي نظام حاکمیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دئ، چي تاسو ته ئې د خدمت کولو موقع پکښې در کړې ده. تاسو د دې ستر خدمت د پرمخ وړلو له پاره غوره سوي یاست.
د یادوني ده، چي دغه روزنیز پروګرام به د (۱۰) ورځو له پاره دوام وکړي او (پلانګذاري، راپور لیکنه، مکتوب لیکنه، استعلام او وړاندیز لیکنه، اړیکي او مفاهمه، د انساني ځواک مدیریت، ستراتيژيک مدیریت) او داسي نور اړوند موضوعات به ګډونوالو ته پکښې تشرېح او تدریس سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS