د مالیې وزارت سرپرست اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له رئیس سره وکتل

admin_mof
Tue, May 28 2019 12:28 PM
کمیسیوندسترسی به اطلاعات

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي سترسلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د غبرګولې میاشتې په ۷ مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري، چې د دې کمېسیون نورو غړو هم شتون درلود وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د نوموړي کمېسیون د بودیجې په ستونزو، د اطلاع رسونې په اهمیت او اهدافو، د یاد کمېسیون د فعالیتونو په تګلاره، د دولتي ادارو د اطلاع رسونې په سرچینو، کمېسیون ته د اطلاعاتو وړاندي کولو په څرنګوالې او نورو وړ مسائلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او دواړو اړخونو ملت ته د حساب او عامه پوهاوي ورکولو په رواجولو ټینګار وکړ.

کمیسون


د مالیې وزارت سرپرست، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس ته یادونه وکړه، چې بودیجوي ستونزې دي د مالیې وزارت بودیجې عمومي ریاست ته وړاندي کړي، څو د نافذه قوانینو په رڼا کې لاسرسی ورته وشي.
 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS