افغانستان او چین د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې او له تعرفې پرته چین هیواد ته د افغانستان انارو د صادرولو د چمتووالي اعلان ورکړ
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پرفیسور محمد همایون قیومي، نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي لیوجین سونگ سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین تر منځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په چمتووالي او د دې موضوع د عملي کیدو لپاره چین هیواد ته د مالیې وزارت د پلاوي په سفر، له ګمرکي تعرفې څخه پرته چین هیواد ته د افغانستان انارو د صادرولو په هوکړې، په نوی ټکنالوژۍ د ګمرکونو لوی ریاست په سمبالولو، د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د لمریزې برېښنا په برخه کې د چین هیواد په همکارۍ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداشان په دې کتنه کې د چین سفیر د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې، له تعرفې پرته د افغانستان انارو د صادرولو او د مرمرینو ډبرو د صادرلو په برخه کې د خپل هیواد له همکاریو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو په شتون کې د تخنیکي ناستو د جوړیدو غوښتنه وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د چین هیواد له سخاوتمندانه مرستو څخه د مننې تر څنګ، د یادو مواردو په پلي کیدو کې د چین هیواد د ملاتړ غوښتنه وکړه او د تخنیکي ناستو په جوړیدو یې ټینګار وکړ.
