د کندوز پوهنتون استادانو او سيکټوري ریاستونو سره د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه ناستي وسوې

syllab_admin
Wed, Jan 14 2026 4:34 PM
...........

د مرغومي ۲۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندوز پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د سيکټوري ریاستونو استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي سیمینارونه په دوو جلا غونډو کي ترسره سول. 
په همدې اړه جوړو سويو جلا غونډو کي د مالیاتو په برخه کي د پوهنتون استادانو د ظرفیت لوړوني پر اهمیت، د مالیاتي سیسټمونو د مؤثري کاروني او په ټوله کي د مالیاتو په برخه کي د عامه پوهاوي سیمینارونو پر دوام خبري وسوې.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست استازو له لوري د یوه معلوماتي پرزینټېشن په ترڅ کي تر فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو، د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د پوهنتون د استادانو او محصلانو پر رول، د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چارو، د موضوعي مالیاتو وضع کولو پر نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول. 
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب او د هغوی نظریات، وړاندیزونه او طرحي یاداښت سوې؛ تر څو په راتلونکي کي مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه وکارول سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS