د کورنۍ پلټني لوی رئیس د هیواد لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

syllab_admin
Wed, Jan 21 2026 3:07 PM
............

د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار له ګمرک څخه په جلا توګه لیدنه وکړه او د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو اصلاحي سپارښتنو تطبیق ئې تعقیب کړ.
د کورنۍ پلټني لوی رئيس او مل پلاوي د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق بهیر له نږدې څخه تعقیب کړ، چي په پایله کي ئې یادو ادارو ډېری سپارښتني پلي کړي وې او د پاتي سپارښتنو د ژر پلي کېدو ژمنه ئې وکړه.
په پای کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د مسئولینو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې، چي د ښې رسېدني په موخه به ئې ژر تر ژره د وزارت له مشرتابه سره شریکي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS