د بیوزلۍ کمولو، د خدمتونو وړاندې کولو او ولسي مشارکت عالي شورا غونډه جوړه شوه

admin_mof
Thu, Jun 13 2019 11:29 AM
جلسه

د بیوزلۍ کمولو، د خدمتونو وړاندې کولو او ولسي مشارکت عالي شورا غونډه د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د یادې شورا د غړو په ګډون په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې په راتلوونکو پنځو کلونو کې د هغو ګډوالو د بیرته راستنیدو لپاره د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په طرحې، له هغو مؤسسو سره په همغږۍ چې د ګډوالو د بیرته راستنیدو په برخه کې همکاري کوي، هغوی ته د ټولنیزو او حقوقي مصؤنیتونو په رامنځته کیدو، د نقدي مرستو په برابرولو، د بیوزلۍ په کمولو کې د غیر دولتي مؤسسو د رول په طرحې، کارموندنې، ګمارلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

جلسه

د یادونې وړ ده چې د بیوزلۍ کمولو، د خدمتونو وړاندې کولو او د ولسي مشارکت عالي شورا د جوړیدو موخه په هیواد کې د بیوزلۍ د عواملو معلومول او کمول دي تر څو حکومت وکولی شي د منظمو پروګارمونو له لارې په اساسي ډول له بیوزلۍ سره مبارزه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS