د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اتمه ناسته وسوه

syllab_admin
Mon, Feb 02 2026 3:35 PM
...........

د سلواغې ۱۳مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون، د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو پراخېدو په موخه د همغږۍ اتمه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د دواړو لویو ریاستونو ترمنځ پر همږغۍ او مشورې د ټینګار ترڅنګ، د چارو د لا ښه کولو په موخه مسئولینو ته اړیني سپارښتني وکړې. 
ورپسې د همږغۍ د اوومي ناستي پر مهال مسئولینو ته د سپارل سویو مسئولیتونو د اجراآتو د راپورونو اورېدلو سربېره؛ په ګمرکونو کي د داخلي ټرانزیټ لارښود، د تولیدي شرکتونو مالیاتي مکلفیتونو، د صنعتي او تولیدي شرکتونو د خرڅلاو بیلونو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته د ستونزو د حل په موخه کمېټې وټاکل سوې، چي تر لازمو څېړنو او معلوماتو راټولولو وروسته به په راتلونکې ناسته کي خپل راپورونه او لاسته راوړني شریکي کړي.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS