د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د څه باندي (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چاري پیل سوې

syllab_admin
Thu, Feb 05 2026 11:56 AM
............

د سلواغې ۱۶مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د څه باندي (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درې بابه هنګرونو او د یاد ګمرک د احاطې دېوال د کټارو نصبولو پروژو رعنیزي چاري پیل سوې.
دغه نوي جوړېدونکي هنګرونه، چي هر یو ئې په یوه وخت د (۲۰) بار وړونکو موټرونو د تخلیې ظرفیت لري؛ په جوړېدو سره به ئې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي زیاتي اسانتیاوي رامنځته سي. همداشان به د یاد ګمرک په (۸۶۰۰) متره د احاطې دیوال باندي د (۱۲۰) ساتني متره په لوړوالي سره کټارې هم ولګول سي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، په ګمرکونو کي ګڼي پراختیایي پروژې پلي کړي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS