د انرژۍ او ریل پټلۍ په سکټورونو کې همکاري د مالیې وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اصلي محور وو

admin_mof
Sun, Jun 16 2019 3:33 PM
تفاهمنامه

د مالیې وزارت سرپرست او د زیرنباء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نېټه یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي مرستیال او یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.

تفاهمنامه

په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د ترانسپورت وزارت د ریل پټلۍ رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هیواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هیوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لیږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د اقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لیږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لیږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هیوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هیوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هیواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

تفاهمنامه

په پای کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS