د عوایدو لوی ریاست استازو په زابل کي سوداګرو، صنعت کارانو او د سیکټوري ریاستونو غړو ته د مالیاتو په تړاو معلومات ورکړل

syllab_admin
Tue, Feb 10 2026 3:35 PM
............

د سلواغې۲۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د زابل ولایت له سوداګرو، صنعتکارانو او د سیکټوري ریاستونو له غړو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په تړاو د دغه ولایت په مقام کي ناسته وکړه او په دغو برخو کي ئې معلومات ورکړل.
په دې ناسته کي د زابل د مرستیال والي، د دفتر رئیس، مستوفي، د صنعت او سوداګرۍ رئیس، د سیکټوري ریاستونو رئیسانو او د مالي چارو کارکوونکو سربېره سوداګرو، صنعتکارانو، ډاکټرانو، تېل پلورونکو، صرافانو او اصنافو ګډون کړی وو.
د زابل مرستیال والي حافظ سیدالرحمن حافظ د هیواد او اسلامي نظام د بقا له پاره د ستونزو را برسېره کول او له مسئولینو سره ئې شریکول اړین وبلل او وئې ویل، چي نن ورځ مو خپلي ستونزي د عوایدو لوی ریاست له استازو سره شریکي کړئ، چي په راتلونکي کي د مالیاتو په راټولولو کي اګاهي ولرو او ستونزي په اسانۍ سره حل کړو. 
وروسته بیا په معلوماتي پریزنټېشن کي د کورني صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ او پراختیا په موخه د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو سربېره د غیر مالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چار او  د (RMIS) سیسټم د کاروني په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول او د دواړو لوریو له خوا وړاندیزونه او سپارښتنې سره شریکي سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS