د دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۵ ورځو تشویقي معاش د اجراء په اړه د مالیې وزارت خبرتیا

admin_mof
Sun, Jun 23 2019 1:50 PM

د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې، مالیې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۵ ورځو تشویقي مقام د اجراء په موخه، د متحدالمال مکتوب له لارې ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړې چې خپل اړوند اسناد د یاد معاش د اجراء په موخه مالیې وزارت ته را ولیږي.

تر اوسه پورې د عامې روغتیا، حج او اوقافو، ترانسپورټ، سرحدونو، قومونو او قبایلو، د ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پترولیم، اقتصاد او کرنې وزارتونو همداشان د لوی څارنوالۍ ادارې خپل اړوند اسناد مالیې وزارت ته را لیږلي دي او د دوی کارکوونکو ته تشویقي معاشونه اجراء شوي دي.

پاتې ادارې هم باید له خپلې تخصیص شوی بودیجې څخه د کارکوونکو د ۱۵ ورځو تشویقي معاش اجراء کړي. مالیې وزارت د کال د منځنۍ برخې په بررسۍ کې به اړونده بودیجه د دوی په واک کې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې یاد حکم د هغو دولتي کارکوونکو لپاره د اجراء وړ ده چې د ملکي خدمتونو په بستو کې دنده اجراء کوي او د سوپر سکیل، مدد معاش، امتیازي، استثنایې معاشونه، کادري او نورو امتیازاتو څخه برخه من نه وي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS