په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیول شوي دي

syllab_admin
Tue, May 05 2026 11:49 AM
...........

د غویي ۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول شویو توکو کې (۹۳۹۹) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۷۳۲۹) کیلو ګرامه وریجي، (۶۴۹۱) کیلو ګرامه نوې البسه، (۹۸۰۱) کیلو ګرامه پرزه جات، (۹۳۴۶) کیلو ګرامه اورلګیت، (۱۰۳۲۵) کیلو ګرامه رخت، (۱۴۱۳) کیلو ګرامه پټوګان، (۱۱۷۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۶۸) کیلو ګرامه د وېښتانو تېل، (۱۹۲۰) کیلو ګرامه شیشه‌یي مرۍ، (۳۰۰) کیلو ګرامه صابون، (۲۹۴) کیلو ګرامه هینجه، (۴۱۵) کیلو ګرامه شیدې، (۷۰۰) کیلو ګرامه کچالو، (۳۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۹۵۰) کیلو ګرامه کيچپ، (۱۰۳۵) کیلو ګرامه نکریزي، (۶۰۰) کیلو ګرامه اوسپنیزې ارې، (۴۳۶) کیلو ګرامه تېزاب، (۳۸۵۰) کیلو ګرامه د سینګار توکي، (۵۳۹) کیلو ګرامه انرژي باب، (۴۷۶) کیلو ګرامه بوتلي کورت، (۱۴۲) کیلو ګرامه مبلایل، (۲۵۱) کیلو ګرامه سبزي جات، (۸۳) کیلو ګرامه کرنیز درمل، (۱۵۰) کیلو ګرامه خام مواد، (۲۸) کیلو ګرامه حیواني درمل (۳۵) کیلو ګرامه پلاسټیکې کڅوړې او (۱۵) کیلو ګرامه سرکه شامله ده.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS