د خوست ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

syllab_admin
Sun, May 17 2026 12:29 PM
........

د غویي ۲۷مه۱۴۰۵ هـ.ل
مولوي بشیر احمد نعماني، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس د خوست مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري لومړی د خوست ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي، د کارکوونکو چارو رئیس او اړوندو رئیسانو ته او وروسته بیا د خوست مستوفیت په مقام کې اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.
د معرفت پر مهال د عوایدو لوی رئیس د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د احکامو او فرمانونو په بشپړ تطبیق د ټینګار ترڅنګ د مستوفیت کارکوونکو ته د چارو د پراختیا او غوره کېدو په موخه لازمي سپارښتني وکړې. همدارنګه نوموړي د خوست مستوفیت اداري کارکوونکو ته پر نبوي اخلاقو، صورت او سیرت د ځان سمبالولو سپارښتې هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چې مولوي بشیر احمد نعماني تر دې وړاندي د بغلان ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې وه.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS