د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

syllab_admin
Sun, Jun 07 2026 10:33 AM
..........

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال ثور (غويي) میاشتې له پیل څخه د دغې میاشتې تر پایه پورې په ټوله کې (۲۷) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۱۵) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۱۱) شکایتونه په حضوري بڼه او (۱)شکایت د ټیلیفون له لارې له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کې ول، چې د دغه آمریت له لوري یې (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه شوې، (۱) شکایت تر کار لاندې او (۲) شکایتونه لااجراء پاتې دي.
د یادوني وړ ده، چې ټول هیوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS