د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

syllab_admin
Sun, Jun 21 2026 11:07 AM
...........

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو مؤسسو د مسئولینو په ګډون د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې د کورنیو او نړیوالو مؤسسو د مالیاتي ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس د داخلي او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته د مالیاتي تصفیې په برخه کې د ستونزو د حل لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه ډول ناستې د مالیې په اړه له نویو بدلونونو، پالیسیو او په مالیاتي بهیر کې د رامنځته شویو اسانتیاوو څخه د خبرېدو په موخه ګټورې دي؛ څو د راتلونکو مالیاتي تصفیو ستونزي حل کړي.
 وروسته د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازي د ناستې ګډونوالو ته د غیر انتفاعي مؤسسو لپاره د مالیاتي معافیت د صادرولو په پروسه کې د رامنځته سویو سهولتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې ورپسې بیا د عوایدو عملیاتي مرستیال  هم د مالیاتو په برخه کې د مؤسسو د هر ډول ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتني وکړې، چې د مؤسسو له لوري د عملي کولو په صورت کې به د هغوی مالیاتي ستونزي حل، مالیاتي معافیت به پر وخت ترلاسه او د مالیې د تصفیې کارونه به یې په چټکۍ سره ترسره شي. 
په دې مشورتي ناسته کې د کورنیو او بهرنیو مؤسسو استازو خپلې غوښتنې، ستونزې، د مالیاتي تصفیې او د مالیاتي معافیت ترلاسه کولو پر وړاندې د شته خنډونو د حل وړاندیزونه هم له مسئولینو سره شریک کړل. 
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو مؤسسو سره ناستې ترسره کوي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS