د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

syllab_admin
Sat, Jun 27 2026 2:37 PM
.........

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو قناعت ښودلی او حکم شوي مبالغ یې بیت المال ته تحویل کړي دي.
د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ، چې له پنځو متخصصو غړو څخه جوړ شوی دی، د مالیاتي شخړو د حل او د مالیاتي عدالت رامنځته کولو، د مالیاتي اطاعت پذیرۍ د کچې لوړولو، د مالیاتي قوانینو له ښه او دقیق پلی کېدو څخه ډاډ ترلاسه کولو، د مالیه ورکوونکو او مالیاتی ادارو ترمنځ د باور رامینځته کولو، په خصوصي سکټور کې د پانګونې د جذب ملاتړ او د مالیاتو په ورکولو کې د مالیه ورکوونکو رضایت ترلاسه کولو لپاره اغېزمن او ګټور فعالیتونه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیاتي شخړو مسلکي او تخنیکي حل دوه اړخیزې پایلې لري، یعني له یوې خوا په ملي بودیجه او د مالیې وزارت د محاسباتي سیسټم (د نقدینګی مدیریت) باندې مثبت اغېز لري او پاتې عواید ترلاسه کېږي او له بلې خوا د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور په رامنځته کولو سره د خصوصي سکټور رضایت تر لاسه کیږي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS