د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دوهمه ناسته وشوه

syllab_admin
Wed, Jul 29 2026 11:46 AM
............

د زمري ۷مه ۱۴۰۵ه.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د (۱۴۴۸هـ.ق) کال د همغږۍ دوهمه ناسته د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون  جوړه شوه.
د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د تېرو پرېکړو پر اغېزمن تطبیق، د ریاستونو ترمنځ پر لا پیاوړي همغږۍ، د مراجعینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د چارو پر وخت ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدا راز مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي ډول تعقیب او د تطبیق پایلي یې په راتلونکو ناستو کې شریکې کړي.
ورپسې د تیرې ناستې پر مهال د ټاکل شویو پلاوو له لوري د سپارل شویو دندو او اجراآتو راپورونه وړاندې شول، چې د هر راپور له ارزونې وروسته د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل او د پرېکړو د عملي کېدو په موخه لازمې لارښوونې او تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ورته ناستې د تېرو پرېکړو د تطبیق د ارزونې، د ریاستونو ترمنځ د لا غوره همغږۍ او د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS