د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

ezat_admin
Wed, Aug 05 2026 1:27 PM
عکس وزارت

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم، د معینیت اړوندو ریاستونو او خپلواکو آمریتونو د قانون/کړنلاري د ترتیب، د وزارت د برېښنایي نظامونو(سیسټمونو) د لا پراختیا، د امارتي املاکو د قراردادونو د پروسې د برېښنایي کولو، د بېرونیو ناستو میاشتني راپور د شریکولو، د اوسپنې ویلې کولو شرکتونو د مقروضیتونو، د امارتي املاکو د جایدادونو د لنډ مهاله قراردادونو (د کرایو تثبیت) او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
همداراز اړوندو ریاستونو شته ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د رهبرۍ له لوري ورته د پر وخت رسېدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستې د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتوب په موخه ترسره کېږي، چې دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS