د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه
د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو شمېر نورو مسئولینو په ګډون، د هېواد د ګمرکونو له مسئولینو سره پر لیکه (انلاین) بڼه ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د مالیې وزیر خبرې وکړې او د ګمرکونو له مسئولینو یې وغوښتل، چې له خلکو او سوداګرو سره نېک چلند وکړي او د هغوی چارو ته له ځنډ پرته په ښه ډول رسېدنه وکړي.
د مالیې وزیر همداراز ټینګار وکړ، چې د ګمرکونو مسئولین دي خپلو مسئولیتونو ته جدي پام وکړي او د ګمرکي اموالو د تشرېح په برخه کې دې څارنه او دقت لا زیات کړي.
ورپسې د ګمرکونو او عوایدو معین او د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرو کې سوداګرو ته پر لاډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو، د چارو پر دقیقې څارنې او له ولایتي ادارو سره د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د ګمرکونو مسئولینو ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په پای کې د ولایتي ګمرکونو په استازولۍ د هرات ګمرک رئیس او د ولایتي مستوفیتونو په استازولۍ د ننګرهار مستوفي د چارو د لا ښه کولو په تړاو خپل وړاندیزونه او شته ستونزې شریکې کړې، چې د رهبرۍ له لوري ورته د اصولي رسېدنې ډاډ ورکول شو.
