د مالیې وزارت سرپرست: د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په دوه ویشتمه ناسته کې نړیوالې ټولنې د افغانستان له پرمختګ څخه هرکل وکړ

admin_mof
Tue, Jul 23 2019 12:57 PM
خبر

محترم پروفیسور محمد همایون قیومی، مشاور ارشد مقام عالی ریاست جمهوری در امور زیربنائی و سرپرست وزارت مالیه و محترم تداماچی یاماماتو، نمایندۀ خاص سازمان ملل متحد برای افغانستان مؤرخ ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ طی کنفرانس مطبوعاتی نتایج بیست و دومین نشست بورد مشترک نظارت و انسجام (JCBM)  را که در حضور جلالتمآب محمد اشرف غنی، رئیس جمهور افغانستان، جلالتمآب بی بی گل رولا غنی، خانم نخست کشور، اعضای کابینه و اشتراک سفراء و نماینده گان۲۹ ادارات و کشور های تمویل کننده در ارگ ریاست جمهوری دایرگردید، در مرکز رسانه های حکومت اعلام نمودند.

د مالیې وزارت سرپرست او په زېربنا چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماماتو، د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCBM) دوه ویشتمې ناستې پایلې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې، چې د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د هیواد لومړۍ مېرمنې جلالتمآب بي بي ګل رولا غني، د کابینې غړو، د ۲۹ مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو سفیرانو، په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، د حکومت د رسنیو په مرکز کې اعلان کړې.

ښاغلي قیومي په خبري کنفرانس کې وویل:" د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په دوه ویشتمه ناسته کې د جینوا کنفرانس دوه اړخیزه ژمنې، د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېدل، اقتصادي وده او ځان بسیاینې ته د افغانستان رسېدل، د روغتیا او ښوونې د خدمتونو پرمختګ او ستونزې، د کانونو پروژې، سیمه ایزه همکاري، د سولې پروسه، سوداګري او کورني تولیدات تر بحث او غور لاندي ونیول شول."

نوموړي زیاته کړه، ومو کولی شول په خپلو اصلاحي ژمنو کې ښې لاسته راوړنې ولرو، په پاتي ژمنو کار روان دی، څو په ټاکلې موده کې ترسره شي. "

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماماتو، وویل:" د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ دوه ویشتمه ناسته د جینوا له کنفرانسه وروسته د بهرنیو هیوادونو له استازو سره لومړۍ ناسته ده او په دې کې د جینوا کنفرانس دوه اړخیزه ژمنو پرمختګ او دا چې په راتلونکې کې کومې ستونزې پرتې دي و څېړل شوې."

نوموړي زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه هیله منده ده، کومې ژمنې چې د جینوا په کنفرانس کې شوې وې افغانستان یې پلي کړي، ځان بسیاینې ته ورسېږي او په نړیوالو د مرستې له تکیې ورو ورو ځان خلاص کړي."

خبر

د یادونې وړده، چې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ، په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورای د مصوبې پر بنسټ رامنځ ته شو. له هغه مهاله تر دې دمه نوموړي بورډ، وکولی شول د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یو ګډ مېکانیزم په توګه په مختلفو موضوعاتو لکه د ګډو پالیسیو په طرحه او جوړښت، دوه اړخیزه حساب ورکړه او غوره همغږۍ په رامنځته کېدو عمل وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS