د مالیې وزارت سرپرست د کندهار ولایت د پراختیایي پروژو په پلي کیدو ټینګار وکړ

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 24 2019 5:06 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او په زېربناء چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمرې میاشتې په ۲ نېټه د کندهار له والي ښاغلي حیات الله حیات، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

دواړو لوریو د لیدنې په مهال په کندهار ولایت کې د پراختیایي پروژو د بهیر په چټکېدو، د دې ولایت د بودیجې د ستونزو په حل  لارو، د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د دې ولایت په پراختیایي پلان او د لومړیتوب لرونکو پروژو په ورګډېدو، د ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو د سړک په جوړېدو، د کندهار ښاروالۍ له لوري د ۰.۴ سلنې فیس په راټولېدو او له دې لارې خلکو ته اسانتیاو په رامنځته کیدو، د کندهار له ښار څخه سپین بولدک ته د ګمرک په لېږد، په چټکۍ سره د ډالې بند د پروژې په پلي کېدو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS