د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د پروان د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

admin_mof
Sat, Jul 27 2019 3:53 PM
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د پروان د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه په یاد ولایت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د پروان ولایت خلکو ګډون کړې وو.
د دې غونډې اصلي موخه د روڼتیا او حساب ورکولو لپاره د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.
د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار، د دې غونډې د جوړیدو لپاره د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ د پروژو په ټاکلو کې د خلکو ونډه اغیزمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره د خلکو او حکومت تر منځ واټن را کمیږي.
د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، د خلکو له ګډون څخه د مننې تر څنګ وویل: " د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسۍ اصلي موخه د سیمه اییزو ادارو پیاوړي کول، په بودیجې او پلان جوړولو کې د دوی ور ګډول دي چې له دې لارې د بودیجې جوړولو په پروسې کې د خلکو ګډون ته لار هواروي چې په پایله کې د سیمه اییزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو سیستم او د بویدجې په اجرا کې مثبت تمامیږي
."
 

خبر

همدا شان په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

خبر


د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي، چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري. دغه عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS