د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ننګرهار د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

admin_mof
Mon, Jul 29 2019 12:33 PM
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ننګرهار د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه تېره ورځ د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه په یاد ولایت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې وزارت په استازي ښاغلي نورالله نیازي، د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند، د ننګرهار مستوفي ښاغلي ګل افضل نادري، د یاد ولایت ولسوالانو، د ولایتي شورا استازو، د مالیې وزارت د بودیجې جوړونې یو شمېر تخنیکي استازو او د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکو ګډون کړې وو، د دې غونډې اصلي موخه د روڼتیا او حساب ورکولو لپاره د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.

د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند د مالیې وزارت رهبرۍ نه د دې غونډې له جوړیدو څخه د مننې تر څنګ وویل: "د دې غونډې موخه د ملي بودیجې په سند کې د ننګرهار ولایت اړتیاوې، پراختیایې او لومړیتوب لرونکو پروژو په نظر کې نیول دي، هیله ده د خلکو اړتیاوو سره سم ټول ګټې پروژې په نظر کې ونیول شي."

د مالیې وزارت استازي ښاغلي نورالله نیازي له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ وویل: "د مالیې وزارت رهبرۍ په ملي بودیجه کې د روڼتیا او اغیزمنتیا د زیاتیدو لپاره د ولایتي بودیجې جوړونې پروسه پیل کړې. موږ غواړو چې له حکومت سره د خلکو په فعاله ګډون سره د راتلوونکې کال ملي بودیجه شته واقعیتونو، اساسې اړتیاو او د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره ترتیب کړو."

همدا شان په دې غونډه کې ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

خبر

د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي، چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري. دغه عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS