د بیلټي موادو مېکانیزم لغوه شو

admin_mof
Wed, Aug 28 2019 11:08 AM
خبر

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالولید تمیم، د وږې میاشتې په ۵ مه نېټه د سوداګرۍ خونو او پانګونې، صنایع او کانونو او نړیوالې سوداګرۍ له استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د عوایدو او ګمرکونو لویو رئیسانو هم ګډون کړی وو، د بیلټي موادو مېکانیزم په لغوه کېدو هر اړخیزې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته په بیلټي توکو پوري تړلي د تعرفوي کودونو تګلاره، مېکانیزم او اوسنۍ قیمت ګذاري د باور وړ نه ده، بلکه د دې پرځای دي ملي سوداګر او واردوونکي، ټول مواد د ګمرکونو له قانون سره سم  په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې اظهار کړي.  

همدا شان محصولي ګمرکونو ته دنده وسپارل شوه، چې محمولې دي د ګمرکونو له قانون سره سم سل سلنه تشریح کړي او په محموله کې د شته جنسونو له منځه دي د تعرفې له لوړ کوده تعیین شوی محصول د دولت خزانې ته وسپاري.

 

خبر

د یادونې وړده، چې ملي سوداګر او د بیلټي موادو واردوونکي د روان کال وږې میاشتې له ۵ مې نېټې فرصت لري، چې بیلټي واردات ودروي، ځکه د یاد معیاد له ختمېدو وروسته به توکې د ګمرکونو له قانونه سره سم په بشپړه توګه تشریح شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS