د پراختیایي شریکانو د رئیسانو (Head of Agency) ناسته وشوه

admin_mof
Tue, Jul 27 2021 2:20 PM
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرۍ د دولت او نړیوالو شریکانو ترمنځ د " څارنې او همغږۍ ګډ بورډ ځانګړې ناستې" ته په جوړه شوې ناسته کې په اجنډا او چمتووالي هوکړه وشوه. ټاکل شوې ده چې یاده ناسته روانه اوونۍ ترسره شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او نړیوالو شریکانو د همکارۍ له مخي د یادې ناستې د ترسره کېدو تود هرکلی وکړ.

خبر

همدا شان په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ د څارنې میکانیزم په پیشنویس هم هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.