کابل ولایت اړوند (۱۵،۸ او ۱۶) مو ناحیو اړوند د دولتي جایدادونو د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي چي د کابل ولایت اړوند (۱۵،۸ او ۱۶) مو ناحیو کي لاندې جایدادونه اعلان ته په جلا، جلا ډول سپاري.
1. د کابل ولایت ( ۸) مې ناحیې اړوند رحمن مینه دوهم سرک سره یو باب (۲۲) نمبر دولتي مغازه چي (۱۶۹۷) متر مربع مساحت لري.
2. د کابل ولایت (۱۶) مې ناحیې اړوند د احصائي ترڅنګ یو باب هنګر چي (۸۱.۶۵) متره مربع مساحت لري.
3. د کابل ولایت اړوند د (۱۵) مې ناحیې د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک کي د یو باب کانتین لپاره ځمکه چي (۱۵) متره مربع مساحت لري.
ټولو هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړي ملکیتونو په کرایه ونیسي کولای سي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له نېټې څخه وروسته د (۲۱) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو د ارزوني او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.