د هيواد په بېلابیلو ولایتونو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Thu, Aug 01 2024 9:49 AM
...............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، ننګرهار، نیمروز، هرات او کندهار په ولایتونو کي بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.

په نیول سویو توکو کي (۶۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۶۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۱۰۶۸) کیلو ګرامه لواشک، (۱۶۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل او (۵۹) کارټنه غوړي شامل دي.

نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS