د مستوفیتونو او ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!
د لېندۍ ۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د مستوفیتونو، ګمرکونو، مالیاتي حوزو، قطعیې، راپور ور کولو او د مالونو له ترخیص وروسته د پلټني (۱۲۵) تنو کارکوونکو ته درې جلا روزنیز پروګرامونو پیل سول.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د ولایتي عوایدو د همغږۍ رئیس مفتي عبدالغفار سلیم، د ګمرکونو د قانون د تنفیذ رئیس حافظ حضرت علي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد هر اړخیزه وینا وکړه او دغه ډول پروګرامونه ئې د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په برخه کي خورا مهم یاد کړل. همدارنګه نوموړي له نویو محصلینو وغوښتل، چي خپل وخت ته ارزښت ور کړي او له ورته پروګرامونو څخه پوره ګټه واخلي.
د غونډي نورو ویناوالو هم دا ډول روزنیز پروګرامونو د چارو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کي مهم وبلل او د کارکوونکو د کاري ظرفیت پر لوړولو ئې ټینګار وکړ.
د یادوني وړ ده، چي د دغو روزنیزو پروګرامونو په لړ کي به د راپورونو ترتیبول، قطعیه، د مالیاتو قوانین، سیګټاس سیسټم او د مالونو له ترخیص وروسته د نظارت اړوند موضوعات د مجربو ښوونکو له لوري په عملي او نظري ډول تدریس سي.
