د عوایدو لوی ریاست او د بغلان ولایت د سيکټوري ریاستونو استازو د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه سره وکتل

syllab_admin
Sun, Jan 11 2026 3:23 PM
..........

د مرغومي ۲۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د بغلان ولایت د سيکټوري ریاستونو له استازو، د بغلان مستوفي او د مالي چارو له کارکوونکو سره د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه د یاد ولایت د مستوفیت د غونډو په تالار کي سره وکتل. 
د ناستي په پیل کي د بغلان مستوفي مولوي بشیر احمد نعماني د ترتیب سوي ناستي پر اهمیت، د غیر مالیاتي عوایدو د زیاتوالي پر لارو چارو او د پرمختګ له پاره د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت خبري وکړې. 
وروسته بیا د عوایدو لوی ریاست د استازو له لوري ګډونوالو ته د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چارو، د موضوعي مالیاتو وضع کولو پر نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سول.
په پای کي د غیرمالیاتي عوایدو را ټولولو او مالیاتو په برخه کي د ګډونوالو پوښتني ځواب، نظریات او غوښتني ئې د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS