د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې

syllab_admin
Sun, Mar 01 2026 11:45 AM
.............

د کب۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال دلوي میاشتي له پیل څخه تر پایه پوري په ټوله کي (۲۱) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۱۱) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۷) شکایتونه په حضوري بڼه، (۲) شکایت د برېښنالیک او (۱) شکایت د ټلیفون له لاري د شکایتونو اورېدو له آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول. په یادو شکایتونو کي (۱۵) ته رسېدنه سوې، (۳) شکایتونه د بررسۍ په حال کي دي او (۳) شکایتونه بیا له اجراء پاتي دي.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS