د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

syllab_admin
Thu, Apr 16 2026 11:08 AM
.........

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له آمریت څخه لیدنه وکړه. 
په یاده لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د یادو ادارو له چارو  څخه د څارني ترڅنګ اداري کارکوونکو ته له مراجعینو سره د نېکو اخلاقو، ښه سلوک او پر وخت د کارونو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه. 
ښاغلي سحر د یادو ادارو د کارکوونکو د کاري ستونزو، غوښتنو او نظریاتو سربېره د کاري پروسو د ښه کولو په موخه د هغوی وړاندیزونه هم واورېدل. د عوایدو لوی رئیس د دغو ادارو مسئولینو او کارکوونکو ته د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ ورکړ. 
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس مراجعینو ته د خدمتونو د وړاندي کولو د کیفیت او د کاري پروسو د ارزوني او څارني په موخه له اړوندو مالیاتي ادارو څخه لیدني کوي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS