د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو
د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو بهیر اسانه او لګښت ئې راکموي.
د دې نوي نوښت موخه، چي د اداري مراسلاتو د لېږلو په لارښود کي راغلې ده، د چارو بهیر چټکول او د رسېدني موده لنډول، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی، د اسنادو د جعل مخه نیول، د شفافیت او حساب ورکوني زیاتول، د کاغذ په کارولو کي سپما او د لګښتونو کمول دي.
د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د اداري مراسلاتو د لارښود له مخي، د داخلي ادارو هغه اسناد، چي ټاکل سوې د دې ریاست د سیسټم له لاري واستول سي، اصلي مکتوب او ضمیمې په سیسټم کي ثبتېږي او وروسته لېږل کيږي. سیسټم ترلاسه کوونکو ته خبرتیا (پیغام) ورکوي او ترلاسه کوونکي له کتني وروسته د مکتوبونو د (پي- ډي- اف) بڼه ډاونلوډ، پرنت او مهر پرې وهي او د نورو اجراآتو په موخه ئې اړوند مسئول ته وړاندي کوي.
که چیرته د مکتوبونو فزیکي لېږل اړین وي، لکه قراردادونه، سوانح، نقشې، د املاکو او مالي اسناد لکه (م۱۶)، د آرشیف له سیسټم څخه تر صادرېدو وروسته باید په فزیکي بڼه ولېږل سي. همدارنګه هغه اسناد، چي د پاڼو اندازه ئې پراخه وي، لکه (A3)او په عادي سکینر کي ئې سکینول ممکن نه وي، له سیسټم څخه صادر او په فزیکي بڼه لېږل کېږي.
متحدالمالونه د مالیې وزارت اړوندو ادارو ته د سیسټم له لاري او بهرنیو ادارو ته اوس مهال په فزیکي ډول لېږل کېږي.
دا په داسي حال کي ده، چي تر دې وړاندي د ماليې وزارت د داخلي او يا هم بهرنيو ادارو اړوند مکتوبونه او اداري مراسلات د پوست له لاري او په فزيکي ډول لېږل کېدل.
